د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ژمي په موسم کې د کابل ښار د برېښنا د پرچاویو د کمولو او عرضې د ښهوالي په موخه یې د ترهخېلو حرارتي دستګاه د ۵۰مېګاواټه برېښنا تولید په ظرفیت فعاله کړې ده. د دغه شرکت په وینا، یاده دستګاه فعاله او له عمومي برېښنا شبکې سره نښلول شوې ده. سرچینه زیاتوي چې د دې دستګاه فعالیت به د برېښنا شته ظرفیت لوړ او د عرضې او تقاضا ترمنځ تعادل رامنځته کړي. د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هڅه کوي د کورنیو تولیدي او وارداتي سرچینو په اغېزمنې کارونې سره د برېښنا عرضه ښه او ستونزې کمې کړي.








