د کابل په بازارونو کې د تېرې شنبې په پرتله د پټرولو، بورې، هندي وریجو او سرو زرو بیې راټیټې شوې، خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیې پر خپل حال پاتې دي. د کابل د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې د مشر زمري صافي په وینا، د هندي بورې د ۴۹ کیلوګرامه عمده بیه له ۲۶۳۰ څخه ۲۶۰۰ افغانیو او د هندي وریجو د ۲۴ کیلوګرامه بیه له ۲۶۰۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده. نوموړی د تقاضا کمښت او وارداتو زیاتوالی د دغو توکو د بیو د راټیټېدو لاملونه بولي. دغه راز د قزاقي اوړو د ۴۹ کیلوګرامه عمده بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، د مالیزیایي غوړیو د ۱۶ لیټره بیه ۲۳۰۰ افغانۍ او د اندونیزیایي شین چای د یوه کیلوګرام بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.








