د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې د ټرانسپورټي ترمینل د جوړولو چارې ۸۲ سلنه بشپړې شوې دي. د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه ترمینل د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي او ټاکل شوې چې چارې یې په ټاکلي وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ټرانسپورټي خدمتونو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې او د مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو د فعالیتونو د تنظیم زمینه به برابره شي.








