د کاپیسا ولایت د کانونو ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت له کانونو څخه څه باندې ۲۲۰۰ ټنه نفرایټ ډبرې استخراج شوې او شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د کاپیسا د کانونو رئیس مولوي عنایتالله ابلاغ ویلي، چې د کانونو د استخراج بهیر د کانونو او پټرولیم وزارت د کړنلارې له مخې روان دی او دا مهال د تګاب او الهسای ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د نفرایټ پنځه بلاکونه او د بېروج او یاقوت ۱۷۲ صوفې فعالې دي. د نوموړي په وینا، شاوخوا ۲۵۰۰ کسان د یادو کانونو په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي.








