د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تاجکستان لېوالتیا لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي. د دغې خونې د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رییس سید کریم هاشمي سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغه بازار موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پراختیا ده. په دې لیدنه کې سید کریم هاشمي غوښتنه کړې، چې لږ تر لږه د لسو افغان سوداګرو په ګډون دې یو سوداګریز پلاوي ته تاجکستان ته د سفر زمینه برابره شي، څو افغان سوداګر په دغه هېواد کې له سوداګریزو او پانګونې فرصتونو سره بلد شي. دواړو لورو همداراز د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، دوهاړخیزو همکاریو پر زیاتوالي او د پانګوالو لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.








