نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې اټکل کړی، چې د کرنیزو محصولاتو د ښه حاصلاتو له امله به د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۶ کال کې درې سلنه وده وکړي. خو د دغه بنسټ په وینا، د نفوسو د زیاتوالي له امله به د هېواد د سړي سر اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه راکم شي او ډېری کورنۍ به لا هم له اقتصادي ستونزو سره مخ وي. د راپور له مخې، د روان میلادي کال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې په افغانستان کې نږدې ۱۵.۹ میلیونه کسان له سختې غذایي ناامنۍ سره مخ وو. نړیوال بانک همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په منځنۍ کچه شاوخوا ۴.۹ میلیارده متر مکعب د خوږو اوبو زېرمې له لاسه ورکوي او د کابل تر ځمکې لاندې اوبه د طبیعي بیا تغذیې په پرتله نږدې څلور برابره په چټکۍ ایستل کېږي.








