عامې روغتیا وزارت وايي، د افغان سرطاني ناروغانو د درملنې د اسانتیا او د افغان ډاکټرانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه یې د ایران د روغتونونو له استازو سره ناسته کړې ده. د دغه وزارت په وینا، په دې ناسته کې د ناروغانو لپاره د ویزو د ترلاسه کولو بهیر پر اسانه کولو، د ناروغانو د ملګرو د استوګنې ځای برابرولو او د افغانستان د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون د ډاکټرانو پر روزنې خبرې شوې دي. په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني لارښوونه کړې، چې د یادو همکاریو د تنظیم لپاره دې یوه ګډه تخنیکي کمېټه جوړه او د همکارۍ کړنلاره او هوکړهلیک چمتو کړي.








