ویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په امریکا کې د ټکنالوژۍ د اختلالاتو لړۍ، چې د برېښنالیکونو، بانکي سیسټمونو او زرګونو الوتنو خدمات یې ګډوډ کړي، د دغه هېواد د ملي امنیت ادارې ته هم غځېدلې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه اختلالات کماهمیته بللي او ویلي یې دي، چې هر څه سم دي. په ورته وخت کې، امریکايي استخباراتي چارواکو ویلي، چې د همغږۍ شوي سایبري برید هېڅ نښه نه ده موندل شوې او ښايي دغه ستونزې د سیسټمونو د نوي کولو له امله رامنځته شوې وي.








