د هرات ولایت چارواکي وایي، په دغه ولایت کې پر ۱۲ هکټاره ځمکه د زعفرانو کرنه شوې ده. د سرچینو د اټکل له مخې، تمه ده چې سږ کال په ټول افغانستان کې د زعفرانو حاصلات له ۵۰ تر ۷۰ ټنو پورې ورسېږي. د یادونې ده، چې افغان زعفرانو د لوړ کیفیت او ځانګړي خوند له امله د لسم ځل لپاره په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړی دی.








