د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) اعلان کړی، چې په افغانستان کې د کرنیزو کاروبارونو د ملاتړ لپاره یې دوه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. د دغه سازمان په وینا، دا مرستې د بلاعوضه مرستو د پروګرام له لارې او د اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ، د «خوراکي خوندیتوب او روغتیايي بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي د پیاوړتیا» پروژې په چوکاټ کې وړاندې کېږي. د پروګرام لومړۍ برخه د هغو شرکتونو او تولیدونکو ډلو لپاره ځانګړې شوې، چې مشري یې ښځې کوي. دویمه برخه یې د کرنې په برخه کې د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو کاروبارونو ملاتړ کوي، چې کورنیو بازارونو ته خدمات وړاندې کوي.








