د نیمروز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د خاشرود ولسوالۍ په خاش کلي کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي اسدالله سحر ویلي، چې د دغه سربند د جوړولو موخه د موسمي سېلابونو مهارول، د بارانونو پر مهال د اوبو د بهیر کنټرول او د کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو څخه مخنیوی دی. د نوموړي په وینا، دغه پروژه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې ۸۴ متره اوږدوالی، دوه متره پلنوالی او ۳.۵ متره لوړوالی لري. په دې پروژه کې ۲۴۰ متره استنادي دېوال او د اوبو د کنټرول درې دروازې هم شاملې دي.








