په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سوداګرو شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سیدکریم هاشمي سره لیدلي او په هېواد کې یې د پانګونې د فرصتونو او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د افغان سوداګرو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی او دواړو لوریو له سوداګرو غوښتي چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي. دوی ویلي، په هېواد کې پانګونه کولای شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د اقتصادي ودې په چټکتیا او د افغانستان په پرمختګ کې مهمه ونډه ولري.








