د اقلیمي بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو ۳۱مه نړیواله غونډه (COP31) نن د ترکیې په انتالیا ښار کې پیلېږي او د نومبر تر ۲۰مې به دوام وکړي. افغانستان د دویم ځل لپاره دې نړیوالې غونډې ته د څارونکي غړي په توګه بلل شوی، خو لا هم د ا.ا د استازو د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. په دې غونډه کې به د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، د شنو خونو ګازونو د خپرېدو د کچې راټیټولو، د پاکې انرژۍ د پراختیا او له اقلیمي بدلونونو څخه زیانمنو هېوادونو ته د مالي مرستو د برابرولو په اړه بحثونه وشي.








