له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزلهځپلو کورنیو لپاره د ۱۵۰ کورونو د جوړولو او بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه کورونه د ناروې د بشري مرستو موسسې په مالي ملاتړ جوړ او بیارغول شوي، چې ۱۰۰ یې پخواني کورونه رغول شوي او ۵۰ نور له سره جوړ شوي دي. یاده اداره زیاتوي، په څوکۍ ولسوالۍ کې تر دې مهاله د زلزلهځپلو کورنیو لپاره شاوخوا ۱۳۰۰ کورونه جوړ شوي او د نورو کورونو د جوړولو چارې هم دوام لري.








