د افغانستان او ایران سوداګریزو چارواکو او د خصوصي سکټور استازو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا، افغان باروړونکو موټرو ته د اسانتیاوو برابرولو، د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کولو او په افغانستان کې د ګډو پانګونو پر زیاتوالي خبرې کړې دي. دغه خبرې د کندهار د اقتصادي فعالانو د یوه پلاوي په ګډون په جوړه شوې غونډه کې شوې دي. د دغه پلاوي مشري کمالالدین توحید کوله او غونډه د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د رئیس محمود سیادت په کوربهتوب جوړه شوې وه. په غونډه کې په مشهد کې د افغانستان قونسل نورمحمد متوکل او د ګډې سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي یو شمېر غړو هم ګډون کړی و. د راپور له مخې، ګډونوالو په بندرونو او سرحدي لارو کې د سوداګرۍ د اسانتیاوو او اړینو بنسټیزو تاسیساتو د برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو د زیاتولو په اړه هم بحث کړی دی.








