د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر او د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس مفتي محمد حامد د یوه څلور ورځني رسمي سفر په ترڅ کې ایران ته لاړل. د یاد سفر موخه د ایران د سټنډرډ ادارې له مسوولینو او د بېلابېلو صنعتي اتحادیو له مشرانو سره لیدنې، د همکاریو پر پراختیا خبرې او د دغه هېواد د یو شمېر تولیدي فابریکو لیدنه بلل شوې ده.








