د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین له سفر وروسته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته تللی او ټاکل شوې له خپل تاجکستاني سیال امامعلي رحمان سره د افغانستان پر وروستیو تحولاتو او د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي. پوتین ویلي، په دې لیدنه کې به د افغانستان په اړه د روسیې د وروستي حکومتي پلاوي د سفر پایلې هم له رحمان سره شریکې کړي. د سیمې امنیتي وضعیت او په تاجکستان کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د فعالیت دوام هم د دواړو مشرانو د خبرو مهم موضوعات دي.








