په افغانستان کې د سویس د استازولۍ مشر، اریک مارکلي، ویلي چې په کابل کې د دغه هېواد د بشري مرستو دفتر د افغانانو د بشري اړتیاوو پوره کولو، بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي او د عاید ترلاسه کولو د فرصتونو برابرولو په موخه پرانیستل شوی دی. اریک مارکلي او مرستیالې یې له سویسانفو سره په مرکه کې ویلي، له «طالب»چارواکو سره د دوی اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، راستنېدونکو ته د مرستو رسولو او ماین پاکۍ په څېر برخو کې تر اړینې تخنیکي همغږۍ محدودې دي. د سویس چارواکو په وینا، دغه هېواد له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره شاوخوا ۲۹.۶میلیونه ډالر ځانګړي کړي او د افغانستان له مهمو مرستندویانو څخه دی. دوی زیاته کړې چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، نړیوال بانک او سیمهییزو بنسټونو له لارې اړمنو افغانانو ته رسول کېږي.








