د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د هېواد په سرحدي سیمو او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د څه باندې ۸۰ نویو مخابراتي انتنونو د نصبولو لپاره یې له مخابراتي شرکتونو سره هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي. د دغه وزارت په وینا، د دې انتنونو په نصبولو سره به هغو سیمو ته مخابراتي خدمتونه وغځول شي چې اوسېدونکي یې د شبکو له کمزوري پوښښ یا نشتوالي سره مخ دي. د یاد وزارت ویاند عنایتالله الکوزی وايي، په ۲۰۲۶کال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۷۸۰نوي مخابراتي انتنونه نصب او فعال شوي او ۱۶۱ نور انتنونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي دي.








