د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ افغان پلاوي په هند کې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت خونو فدراسیون له مسوولینو او یو شمېر پانګهوالو سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. په دې غونډه کې د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي، د صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو او په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي برخو کې د پانګونې پر فرصتونو بحث شوی دی. هندي پانګهوالو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ سوداګریز اتاق د جوړېدو وړاندیز هم شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دې ناستې موخه د دوهاړخیزې سوداګرۍ پراختیا، د خصوصي سکټور د همکاریو پیاوړتیا او د ګډو پانګونو هڅول دي.








