د ایران پوځ ویلي، چې په کویټ کې یې د عليالسالم په پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو د «پټریوټ» هوايي دفاعي سیسټمونه او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو مرکزونه په ډرون بریدونو په نښه کړي دي. د ایران تسنیم خبري اژانس د پوځ د عامه اړیکو دفتر په حواله ویلي، دغه برید نن سهار ترسره شوی دی. تر اوسه د برید د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. دا برید په داسې حال کې شوی، چې یوه ورځ مخکې امریکايي جنګي الوتکو د ایران په قشم ټاپو کې د توغندیو توغولو یو مرکز په نښه کړی و.








