د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت د پوهاوي نړیواله اوونۍ نن د نومبر په ۱۸مه پیل شوه، چې هر کال د همدې میاشتې له ۱۸مې تر ۲۴مې پورې نمانځل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان(یو این ډي پي) د دې اوونۍ موخه د انټيبیوټیکونو او نورو میکروب ضد درملو د ناسم او بېځایه استعمال د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول بللي دي. دغه سازمان خبرداری ورکوي، چې د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت زیاتوالی د نړۍ د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ دی او د ساري ناروغیو درملنه ستونزمنوي. د روغتیا نړیوال سازمان د درملو پر مسوولانه استعمال او د میکروب ضد مقاومت د مخنیوي لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.








