د پولنډ حکومت په کراکوف ښار کې د ډزو له خونړۍ پېښې وروسته دوه ورځې ملي ماتم اعلان کړی او په لویو ښارونو کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه پېښه د شنبې په ورځ د کراکوف ښار په اصلي تاریخي میدان کې شوې، چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. د راپور له مخې، په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي. ۲۴ کلن شکمن بریدګر له پېښې وروسته روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې نازک بلل شوی دی. پولیسو د څېړنو په ترڅ کې د شکمن بریدګر د مور، پلار او خور جسدونه هم په کور کې موندلي، چې د مرمیو نښې یې پر بدنونو لیدل شوې دي. د وژل شویو کسانو له ډلې یو د بریتانیا تبعه دی او په ټپیانو کې د اتریش، جرمني، پرتګال، روسیې او بریتانیا یو ـ یو وګړی شامل دي.








