د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، تر هغه چې له ایران سره مذاکرات پرمختګ کوي، پر دغه هېواد د بیا برید احتمال ډېر کم دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې پر ایران د احتمالي بیا برید پرېکړه له هوکړې سره تړلې ده او که دواړه لوري هوکړې ته ونه رسېږي، نو امریکا په ایران کې د ۳۸ پلونو په ګډون بېلابېل هدفونه په پام کې لري. بلخوا، ایران خبرداری ورکړی، چې که امریکا یو ځل بیا برید وکړي، نو په سیمه کې به د امریکا او اسراییلو تاسیسات په نښه کړي.








