د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د اروپا او امریکا له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړو نیوکه کړې ده. نوموړې ویلي، لویدیځ هېوادونه له یوې خوا پر ا.ا د بشري حقونو د وضعیت له امله نیوکې کوي، خو له بلې خوا افغان کډوال له خپلو هېوادونو باسي، چې د هغې په وینا، دا د لویدیځ د دوهګوني چلند څرګندونه کوي. دا څرګندونې داسې مهال دي چې المان یو ځل بیا د شاوخوا ۵۰۰ افغانانو د ایستلو پرېکړه کړې ده؛ په دې ډله کې نږدې نیمايي کسان د جرمي سابقې له لرلو پرته دي.








