د کانونو او پټرولیم وزارت د کندهار په شمالي ولسوالیو کې د شاوخوا ۱۷۰۰ کیلومتره مربع سیمې جیولوجیکي سروې پیل کړې ده، چې د چارواکو په وینا، په راتلونکو پنځو کلونو کې به بشپړه شي. د دې سروې موخه د نویو کاني سیمو موندل او د کاني او غیرکاني سیمو بېلول دي. د سروې د ډلې مشر وایي، تر دې دمه له دغې سیمې څه باندې ۴۰۰ کاني نمونې لابراتوار ته استول شوي دي. د وزارت مسوولین وایي، د سروې له بشپړېدو وروسته به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کانونو د استخراج لپاره لا ښه زمینه برابره شي.








