ناروې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي وجهي صندوق سره د ۲.۶ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده. د دغه صندوق مسوولینو د ناروې له دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد دوامداره ملاتړ د ملګرو ملتونو ګډې هڅې پیاوړې کوي او افغان ټولنو ته د لا ډېر ملاتړ زمینه برابروي. دوی ټینګار کړی چې دغه مرسته به په افغانستان کې د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو په دوام کې مهم رول ولري.








