له ایران څخه وارد شوي ۴۳ ټانکره تېل د کیفیت له ارزونې وروسته بېکیفیته ثابت شوي او بېرته ایران ته ګرځول شوي دي. د نیمروز د نفت او ګازو عمومي مدیر نعمتالله طلحه ویلي، دغه ټانکرونه له نمونې اخیستنې، تخنیکي ارزونې او کیفیت کنټرول وروسته رد شوي دي. نوموړي له سوداګرو غوښتي چې د هېواد ملي ګټو ته په پام سره معیاري او باکیفیته تېل وارد کړي او له بېکیفیته سونتوکو څخه ډډه وکړي.








