په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیال بروتو لیمرکویس وايي، هڅه کوي چې په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغانستان د پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي، څو د هېواد چاپېریالي ستونزې او غوښتنې له نړیوالې ټولنې سره شریکې شي. د چاپېریال ساتنې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دغې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص او د یوناما مرستیال بروتو لیمرکویس په کابل کې د اقلیمي بدلون، چاپېریالي ستونزو، نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون او د چاپېریالي پروژو د جلبولو په اړه خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې دغه لیدنه د چاپېریال ساتنې ادارې د عمومي رییس په کاري دفتر کې د یوناما د مرستیال او مل پلاوي په حضور کې ترسره شوې ده.








