د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د څه باندې ۷میلیونه ډالرو په پانګونې د نړیوال څلور فصله سوداګریز میدان د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د یاد نړیوال سوداګریز مرکز مسوولین وايي چې دغه مرکز به په معیاري سړخونو، دوکانونو او پراخو تمځایونو سمبال وي او په شاوخوا یو کال کې به بشپړه شي او چارې به یې په یوه کال کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. سید ولي سادات چې د دې پروژې له شریکانو څخه دی ویلي، چې دا پروژه پر ۶۵ جریبه ځمکه او په څلورو پړاوونو کې جوړېږي، چې په کې د ۶۰۰ دوکانونو، یو جامع جومات جوړول او د ۲۰ زره ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتلو سړو خونو جوړول شامل دي.







