د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې پر دیپلوماتیک مرکز برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په کابل کې د وړمې ورځې پر برید خواشیني دي او هغه په کلکو ټکو غندي. سرچینه زیاتوي چې دوی په افغانستان کې پر وروستیو پېښو اندېښنه ښيي خو تر څنګ یې پر دیپلوماتیکو مرکزونو او عامو وګړو بریدونه په کلکو ټکو غندي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ملکي وګړو او ديپلوماتانو ژوند ته ګواښ جوړ نه کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز ویلي چې د کابل د وروستي برید عاملين، ملاتړي او پلان کونکي باید و نیول شي او محاکمه شي.