قزاقستان ویلي، چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غلو صادرات څلور برابره زیات شوي او ۶۵۵ زره ټنو ته رسېدلي دي. د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د دغه هېواد له لارې د اوسپنې پټلۍ په وسیله د توکو لېږد ۱۳ سلنه زیات شوی دی. په دې موده کې د اورګاډي له لارې ۹.۳ میلیونه ټنه غله لېږدول شوې ده. قزاقستان منځنۍ اسیا ته د غلو صادرات ۳۷ سلنه او چین ته ۳۴ سلنه زیات کړي دي. همداراز، په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.








