ملګري ملتونه وايي د ژمي تر را رسېدو مخکې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره میلیونونه ډالرو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي د خوړ له کمښت سره مخ دي او په خبره یې دوی له دغه کسانو سره د مرستې لپاره ۶۱۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. اوچا همدا راز وایي چې ۲۴ میلیونه کسان په افغانستان کې د خوړو له کمښت سره مخ دي. ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او وروستیو سیلابونو لوږه نوره هم پراخه کړې ده.