د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو شاوخوا ۸ افغان پناه غوښتونکي نیولي، چې هڅه یې کوله له دغه هېواده په ناقانونه توګه وتښتي. راپورونه وایي، چې دغه پناه غوښتونکي پرون د شنبې په ورځ د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي. ترکي رسنیو د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې دا کډوال ناقانونه ترکیې ته داخل شوي وو او تر اداري او قانوني مراحلو وروسته به بېرته افغانستان ته واستول شي. په ترکیه کې د پناه غوښتونکو په ځانګړي ډول افغانانو د نیولو او پېژندلو لړۍ چټکه شوې ده. که څه هم د نیول شویو افغان پناه غوښتونکو کره شمېره نه ده ورکړل شوې؛ خو د رسنیو د راپورونو له مخې، د روان کال له پیله تر دې دمه سلګونه افغان کډوال نیول شوي دي.







