په غزني او میدان وردګو ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۵ نور ټپیان دي. د غزني امنیتي مسوولینو ویلي، چې تېره ورځ له غرمې مخکې د دغه ولایت د ګيلان ولسوالۍ اړونده جنډې بازار ته څېرمه دوو مسافر وړونکو موټرو ټکر کړی. په دغه پېښه کې درې تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي. دغه راز د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لويه لاره د شنیز درې د لوړې په سیمه کې د ۴۰۴ ډوله، ټوډي او کرولا ډوله موټرو هم ټکر کړی دی. امنیتي مسوولینو ویلي، چې په دغه پېښه اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.







