د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ( یو این ډي پي) خبر ورکړی، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو مرګونو زلزلو له کبله څه باندې ۶۴۹ زره ټنه خاورې خځلې رامنځته شوې چې د شاوخوا ۴۰ زرو او ۵۰۰ بار وړونکو موټرو سره برابرې دي. یاد سازمان زیاته کړې، چې د دغو زلزلو په پایله کې څه باندې ۲۳ زره کسان بې ځایه شوي او کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه یې ډېر ځپلي دي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ژمي په رانږدې کېدو خبرداری ورکړی چې د خوندي سرپناه رغول بېړنۍ اړتیا ده او دا سازمان چمتو دی چې له خلکو سره د خوندي کورونو په جوړولو کې مرسته وکړي، څو خپل کاروبارونه ورغوي او سیمهییز اقتصاد یې پیاوړی شي.







