د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې ماشومان له سختو او بېپایو بحرانونو سره مخ دي. په بیان کې راغلي، چې باکیفیته زدهکړو، روغتیايي خدماتو، پاکو اوبو او د ماشومانو ملاتړ ته لاسرسی په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې کرښه ګرځېدلې. یاد بنسټ زیاته کړې، چې په افغانستان کې یې د جاپان سفارت په ملاتړ ماشومانو ته بنسټيز خدمات برابر کړي دي. یونیسف ټينګار کړی چې دا پروګرامونه ماشومان په سختو شرایطو کې د دوامداره بحرانونو له زیانونو ساتي او هغوی ته د زدهکړو او روغتیايي پاملرنې خدمات برابروي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ماشومان د نورو پرتله د بحرانونو پر وړاندې ډېر اغېزمن دي.








