د راپورونو له مخې د قطر د امیر شېخ تمیم بن حمد ال ثاني، په لارښوونه له افغان زلزله ځپلو سره د دغه هېواد بشري مرستې په څلورو الوتکو کې کابل ته را رسېدلې دي. په دې مرستو کې ګرځنده روغتیايي مرکزونه، طبي تجهیزات، د استوګنې لپاره اړین توکي او یو شمېر نور اړین توکې شامل دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه مرستې د قطر د پراختیايي صندوق له خوا برابرې شوې او شاوخوا ۱۱ زره اړمنو کسانو ته به ورسېږي. افغانستان ته د قطر د پلاوي او د مرستو رسولو مشري د دغه هېواد د نړۍوالې همکارۍ د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند کوله. قطري لوري ویلي، چې له افغانانو سره دا مرستې د دوامداره ملاتړ په چوکاټ کې تر سره کېږي.







