د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چمتو دی، چې د خپلو شریکانو له لارې په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره بشري مرستې ترسره کړي. نوموړي ویلي، د یادې زلزلې له امله سلګونه کسان مړه او پاتې کورنۍ بې کوره شوي دي. کارني په همدې تړاو یوه پیغام کې لیکلي، زلزلهځپلې سیمې له نه تصورېدونکو سختیو سره مخ دي. خو کاناډا د یادو مرستو په تړاو چې مرستې به څومره وي، نور جزییات نه دي ورکړي.







