د کونړ ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د تېرې زلزلې له کبله تر اوسه ۲۵۰ کسان وژل شوي او ۵۰۰ نور د نورګل، وټهپور، مانوګۍ او چپهدرې ولسوالیو کې ټپیان شوي دي. د ځايي چارواکو په خبره وروستۍ شمېرې لا هم نه دي مشخصې شوې او د ژغورنې عملیات په لیرې پرتو سیمو کې دوام لري.







