د هرات ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د هرات ـ اسلامکلا پر لویه لار د مسافرو د یوه بس موټر او بار وړونکي مازدا د ټکر له امله ۷۱ کسان مړه شوي دي. سرچینو ویلي، چې د بس موټر مسافر هغه کسان و، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه راشړل شوي و او کابل ته روان و. سرچینې زیاته کړې، چې دغه بس له اسلامکلا څخه کابل ته د کډوالو د لېږد پر مهال له دې پېښې سره مخ شوی دی. د سرچینو په خبره، تر ټکر وروسته د مسافرو موټر اور اخیستی او په پېښه کې تر ۷۰ زيات مسافر وژل شوي او سوځېدلي دي. د مالوماتو له مخې، په پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او جسدونه یې د پېژندلو نه دي.







