د خوست ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې پرون ماښام په دغه ولایت کې د شدید باران او توپان له کبله درې ماشومان مړه شوي او ګڼ مالي زیانونه یې هم اړولي دي. د سرچینې په خبره د توپان له کبله د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ودانیو شیشې ماتې شوې، بنرونه او چترونه را لوېدلي او په شاوخوا سیمو کې سړکونه د سېلابونو له امله بند شوي دي. دغه راز، ګڼ شمېر خلک د اوبو ډېرېدو له کبله پر سړکونو بند پاتې دي. د ځايي سرچینو په په خبره د اوبو د کچې لوړېدو د ښار په ځينو سیمو کې پراخ مالي زیانونه اړولي دي. همداراز، د ښار په یو شمېر برخو کې دیوالونه نړېدلي، پارکونه، سړکونه او عامه تاسیسات زیانمن شوي. د یادولو وړ ده چې نن ورځ هم د خوست په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی دی.







