د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې څه باندې ۲۲ میلیونه افغانان له بشري مرستو برخمن شوي دي. اوچا په خپاره کړي راپور کې لیکلي چې ډېره مرسته د خوراکي توکو په برخه کې وه او تر پوښښ لاندې ۶۷ سلنه وګړو ته خوراکي مرستې رسېدلې دي. یاد بنسټ زیاته کړې چې په میاشتني ډول یوازې له ۳.۱ میلیونو کسانو سره په درېیو برخو کې مرستې شوې چې دا د مرستو رسولو په برخه کې د یوې پراخې کړنلارې پر اړتیا ټينګار کوي. اوچا خبرداری ورکړی چې د ۱.۴۳ میلیاردو ډالرو بودیجې کمښت د اوبو، روغتیا او حفظالصحې په څېر مهمو برخو کې د خدماتو رسولو پر وړاندې وړتیا محدوده کړې او د ناروغیو او خوارځواکۍ ګواښ یې هم زیات کړی دی.







