د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ريیسې او د یونېسف رييسې د بامیانو له والي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې راستنېدونکو افغانانو ته د زده کړو او ټولنیزو خدماتو د برابرولو په برخو کې له خپل هر اړخیز ملاتړه ډاډ ورکړی دی. په دې کتنه کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي ویلي، چې راستنېدونکو افغانانو ته د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ټولې تابیاوې نیول شوې او په دې برخه کې د اندېښنې خبره نشته. هغه دغه راز د بامیان په مرکز کې راستنېدونکو افغانانو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو ته د نمرو د وېش لړۍ هم پیل شي.







