د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د انګورو د وچولو لپاره ۱۰ سړې خونې جوړېږي. د کرنې ریاست د تخنیکي سروې انجینیر، احمد خالد سروري وايي، چې دغه سړې خونې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه ۵۴۳ زره افغانیو په لګښت د قیصار ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې جوړېږي.