د سمنګانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د خرم او سارباغ ولسوالۍ په ۵ کلیو کې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دا پروژې د یادې ولسوالۍ په بابه قمبرعلي، قینرها، حبش، خدریان او کلوربالا کلیو کې د اکتید موسسې په تخنیکي همکارۍ، د ۷ میلیونه ۴۶۳ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي. د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د سړکونو بیا رغونه، د څښاک اوبو شبکو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې له امله به یې شاوخوا ۳۷ زره کسانو ته اسانتیاوې برابرې شي.