د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر د خپل هېواد د یو شمېر سیاستوالو هغه غوښتنې رد کړې چې ویلي یې دي، افغانستان کې دې د ښځو د حقونو په خاطر د افغانستان د نارینه وو کرکټ ملي لوبډلې سره لوبې نه کېږي. په داسې حال کې چې د بریتانیا ۱۶۰ سیاستوالو د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډ څخه غوښتي وو، چې د فبرورۍ په شپږویشتمه دې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره لوبه لغوه کړي. بټلر پرون د هند په کلکته کې رسنیو ته ویلي، چې سیاست او سپورټ باید سره بېل شي.