په کابل کې د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون مسوولینو ویلي، چې د هوا په سړېدو او ککړېدو سره، د ماشومانو تنفسي په ځانګړې توګه د سینهوبغل ناروغي ډېره شوې ده. دیاد روغتون د احصاییې برخې مسوولینو ویلي، په تېره لیندۍ میاشت کې د هوا ککړتیا په دلیل د ناروغیو له امله، ۱۸۶ ماشومانو ژوند بایللی دی. یوشمېر روغتیاپالان تبه، بېاشتهایي، شدید ټوخی او د تنفسي سېستم بندښت د موسمي ناروغیو مهم لاملونه بولي. تر دې وړاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو ویلي وو، چې د سهار او ماښام پرمهال هوا له حده ډېره ککړه وي، دوی سپارښتنه کړې، چې په دې وختونو کې ماشومان او زیانمنونکي کسان باید له کورونو بهر نهشي.