د پکتیا ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې د متحده عربي اماراتو په مالي ملاتړ د ٥ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت ١٥٠ بستریز روغتون جوړېږي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه روغتون به د عصري طبي وسایلو او ماهرو ډاکترانو درلودونکی وي او د سویل ختیځ زون خلکو ته به پرمختللي روغتیايي خدمات وړاندې کړي. د ځایي چارواکو په خبره، د دې روغتون په جوړېدو سره به د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې په اساسي ډول حل شي. د دې روغتون سربېره د مختلفو ولسوالیو لپاره ۱۲ نور کلینیکونه منظور شوي، چې په راتلونکي کال کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي. د پکتیا اوسېدونکو د روغتون جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې پخوا به یې ناروغان د درملنې لپاره کابل یا ګاونډیو هېوادونو ته وړل، خو د دې روغتون په جوړېدو سره به د خلکو ډېرې روغتیايي ستونزې حل شي.