د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روان کال یې په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ پر وړاندې ځانګړې هڅې کړې دي. دغه سازمان وايي، روان کال یې څلور لکه او ۷۵ زره ماشومانو ته مغذي خواړه وېشلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې یونیسف د ۳۳۰۰ خدماتي مرکزونو له لارې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې کوچنیانو ته ویټامین لرونکي خواړه او پروټین ورکړي، څو له خوارځواکۍ وژغورل شي. خوارځواکي په افغانستان کې جدي ننګونه بلل کېږي چې له پنځه کلونو ټیټ عمر لرونکي کوچنیان ترې اغېزمن کیږي او ځوریږي.